په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون درې ورځنی نړیوال کنفرانس چې د کورنیو استادانو په ګډون پکې ګڼ شمېر بهرنیو استادانو هم ګډون کړې وو پای ته رسیدلی. د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ویلي، چې په دې کنفرانس کې د داخلي او بهرنیو متخصیصینو له لوري د اقلیمي بدلون د اغېزو او حل لارو په اړه ۱۴۰ مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې، تر څو په هېواد کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو د مخنیوي په موخه ترې کال واخیستل شي. یاد کنفرانس ته راغلو بهرنیو استادانو او څېړونکو دغه کنفرانس بریالی بللی او له نړیوالو یې غوښتنه کړې، چې په دغه برخه کې افغانستان له پامه ونه غورځوي.
































