د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې تېر کال یې په افغانستان کې له نږدې ۱۹ مېلیونه خلکو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده. دغه پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغو مرستو سره خلکو خپلو ماشومانو ته د خوړو په برابرولو، سیمهییزې اقتصادي ودې، د ماشوماتو په زدهکړو، د خوارځواکۍ په مخنیوي او د یوې ټولنې د بسیاینې په برخو کې مرسته کړې ده. دغه پروګرام زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې یې په افغلنستان کې د خوراکي توکو، نغدي مرستو، تغذیې او د ټولنې د پیاوړتیا په برخو کې مرستې کړې دي. تېره اونۍ دغه پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې تېر کال کې یې له ۵۰۰ زره مېرمنو سره مرسته کړې ده.
































