د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه او ۲۶۰ زره افغانیو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالستار محمد وویل، چې په دې پروژه کې د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالي د زاخېل کانال، دوه سربندونه، سوپرپسیج او ۲۲۲ متره استنادي دېوال جوړول شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې د زاخېل کانال په جوړېډو سره ۱۲۰۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې او دغه راز د کانال په شاوخوا غونډیو کې ۳۴۵ تراسونه (د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه ژور ځایونه) هم کېندل شوي.
































