د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال لغمان کې په یوې لویې ولسي غونډه کې یو ځل بیا په هغه افغانانو، چې له هېواد څخه بهر تللي غږ کړی، ترڅو افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي. نوموړي زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت چارواکي د ملت خدمت کوونکي دي او د مسولینو دروازې تل د خلکو پرمخ پرانیستي دي. سیاسي مرستیال دغه راز ویلي؛ تر دې مهاله له ۷۰۰ زیات افغانان چې د هېواد بهر ته تللي وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
































