د سرپل ولایت په مرکز کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۵ کیلومتره سړک د کرېړ اچولو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک د آسیاباد کلي څخه تر لتي کلي پورې د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د «اف چین» شرکت په مالي همکارۍ د ۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي چې د جوړېدو چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې سیمه ییزه اداره د پراختیايي پروژو د پلې کولو او خلکو ته د کار زمینې برابرو لپاره ډېر پلانونه تر لاس لاندې لري. د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په آسیاباد کې د دغه شرکت له لوري د نږدې ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت یو سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی و.
































