د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د دوی دوه ځانګړي استازي د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون کوي. د یاد وزارت ویاند میتیو مېلر ویلي، چې د کابل لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغانستان بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دغه هېواد په اړه د ملګرو ملتونو تېرکال غونډه کې هم ګډون کړی و. مېلر ویلي چې د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړهلیک ملاتړ کوي چې پر بنسټ یې د افغانستان لپاره یو نوی ځانګړی استازی ټاکل کیږي. د هغه په خبره، د ځانګړي استازي دنده به د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل همغږي کول وي چې په پرېکړهلیک کې یادې شوې موخې ترلاسه شي.
































