د سرپل په مرکز کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۵ کیلومتره سړک د جغل اچول کار پیل شو. دغه سړک د آسیاباد کلي څخه تر لتي کلي پورې د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د «اف چین» شرکت په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي چې کار به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شي. د سرپل والي وویل چې سیمه ییزه اداره د پراختیايي پروژو د پلې کولو او خلکو ته د کار زمینې برابرو لپاره ډېر پلانونه تر لاس لاندې لري. ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک پر جوړېدو خوښ دي او وايي چې له دې وړاندې یې د تګ راتګ پر وړاندې ګڼې ستونزې درلودې چې د یاد سړک په جوړېدو سره به حل شي.
































