یو بریتانوی سیاستوال او پخوانی پوځي چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ یې افغانستان کې هم دنده ترسره کړې ده وایي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ترهګري او د مخدره توکو کښت او قاچاق لا پیاوړی کړی دی. هغه زیاته کړې، افغانستان کې د ناټو ځواکونو له اتلس کلن ناکام حضور سره سره لا هم طالبان د افغانستان پر ډېره برخه خاوره کنټرول لري، د مخدره توکو کښت پکې تر پخوا ډېر دی، قاچاق یې د اروپا په ګډون ټولې نړۍ ته کېږي، په لسګونه لوستې نجونې د خپلو پولیس همکارانو له لوري ځورول کېږي، د ورځې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړې او په خبره یې، په اوونۍ کې شاوخوا ۲۰۰ پولیس د وسله والو بریدونو په ترڅ کې وژل کېږي. کیون هارلي چې د جاسوسانو لوی درسیتز مقام ته رسېدلی دی زیاتوي، پورته یادو شویو مواردو ته په کتو چې هر څوک افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ګټور بولي اشتباه کوي او په وینا یې، که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به اروپا تر دې ډېره د مخدره توکو په بازار بدله کړي خو په خبره یې، بهرنیو ځواکونو وحشتناکه ماتې خوړلې نو ښه به وي چې په مسوولانه ډول له یاد هېواده ووځي.
































