د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د پاکستان د دوشنبې ورځې په ټولټاکنو کې د بې نظمیو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې او په پاکستاني چارواکو او سیاسي مشرانو یې غږ کړی، چې د تېرې اونۍ ټاکنو په تړاو مسایل له قانوني لارو چارو حل کړي. نوموړي له پاکستاني سیاستوالو غوښتي؛ له هرې هغې کړنې څخه دې ډډه وکړي، چې تاوتریخوالی رامنځته کوي. د فېبرورۍ د اتمې ټاکنې وروسته له هغې د درغلیو او بې نظمیو له تورونو سره مخ شوې، چې پایلې یې له ډېر ځنډ سره مخ او د رایې اچونې په ورځ د موبایل خدمتونه وځنډول شول. د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند اړوند خپلواک نوماندان د ۹۲ څوکیو په ترلاسه کولو سره مخکښ دی، ورپسې مسلم لیګ (ن) ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۳ څوکۍ لري.
































