د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند د بغلان ولایت له سوداګرو سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جوړېدو خبر ور کړی. مهمند ویلي، چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شي. ورته مهال د بغلان ولایت سوداګرو په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونی له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او د پانګوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
































