د پنجشېر د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږکال د یاد ریاست په عوایدو کې د تېرکال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس فضل الله دیوبند د ویلي چې سږ کال یې د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پورې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دا په داسې حال کې ده چې دغه شمېر په ۱۴۰۱ کال کې ۳ میلیونه ۳۰۰ زره افغانۍ و. هغه زیاته کړې چې بزګرانواو مالدارانو ته یې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ سږ کال کرنیز سیستم هم میکانیزه کړی دی.
































