د بغلان د چاپیریال ساتنې او بغلان پوهنتون له لوري د نیالګيو کینولو کمپاین پیل شو. د بغلان د چاپیریال ساتنې رییس عین الدین کریمي ویلي، چې په مرکز او ولسوالیو کې د دې کمپاین پر مهال د اغاخان او نورو نادولتي او دولتي بنسټونو په مرسته ۵۰۰ زره نیالګي کینول کېږي، چې ۳۰ سلنه یې میوه لرونکې او ۷۰ سلنه یې بې میوې دي. د بغلان ولایت مقام د دفتر رییس د نیالګیو کینول د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې ولایتي اداره د بغلان د سمسورتیا لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول هلې ځلې کوي.
































