د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د مرکز په ګډون په دوو ولسوالیو کې د یوشمېر پروژو په پلي کېدو سره ۶۹۵ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده. د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل وايي، چې دغه پروژې د یاد ولایت په مرکز، محمداغې او خروار ولسوالیو کې پلي شوي چې پکې د اوبو حوضونو، د اوبو د کوچنیو بندونو، د استنادي او محافظوي دېوالونوجوړول شامل دي چې پکې ۶۹۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. يادې پروژې پنځه مياشتې وړاندې د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ او د بقا بشري قواوو موسسې په تخنيکي همکارۍ د نغدو پيسو په بدل کې د کاري شتمنيو د رامنځته کولو د پروګرام له خوا پيل شوې دي چې هر کارګر ته د مياشتې ٦٤٠٠ افغانۍ معاش ورکول کېږي.
































