د پنجشیر د اوسپنې کان د داوطلبۍ ګټونکي شرکت رییس عبدالوکیل خسرو د پنجشیر ولایت له والي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د اوسپنې کان د کیندنې د لومړنیو چارو د پیل په اړه خبرې کړېدي. د پنجشیر والي په یاده لیدنه کې له دې پروژې سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې د دې کان د تولید پروسس او ویلې کولو چارې باید په یاد ولایت کې ترسره شي. ورته مهال خسرو ویلي، چې د دې پروژې له پیل سره به د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یاد ولایت په مرکز او ولسواليو کې پرمختیايي پروګرامونه او ټولنیز خدمات پیل او د دریو کلونو په موده کې به یې پلي کړي. یاده پروژه د ۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې پلې کېږي، چې شاوخوا دوه زره کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
































