د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې دغې ادارې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۸۳۶ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي له منځه وړي دي. یادې ادارې ویلي، چې په تېر مالي کال کې د هېواد په کچه ۱۶۵۰ ټنه خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي وو. که څه هم دې ادارې د یادو بې کیفیته او غیر معیاري توکو او درملو دقیق ارزښت نه دی په ډاګه کړی؛ خو ویلي یې دي چې ښايي د هغو مجموعي ارزښت میلیونونو ډالرو ته ورسېږي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، نن هم په کابل ښار کې څه د پاسه ۲۰ ټنه تاریخ تېره او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل چې شاوخوا ۴۰۰ قلمه وو؛ له منځه وړل شوي دي.
































