د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خوست له ولایتي روغتون سره د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ډیالیزو ماشینونو مرسته شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد ماشینونه د عامې روغتیا وزارت په ځانګړې پاملرنې د خوست ولایتي روغتون د پښتورګو د درملنې مرکز ته د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پېرل شوي، چې په مرسته به یې د ناروغانو ستونزې تر ډېره حل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه تر دې وړاندې ژمنه کړې وه، چې په مجهزو او عصري روغتیايي وسایلو به د روغتیايي مرکزونو د سمبالولو په موخه خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
































