د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې په نیمروز ولایت کې یې ۳۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي. یاده اداره وايي، د افغانستان په ټولو بندرونو کې هڅه کوي چې دغه هیواد ته باکیفیته توکي وارد شي او د بې کیفیه توکو مخنیوی وکړي. سټنډرډ ملي ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه بې کیفیته توکي چې افغانستان ته وارديږي دوی یې ځکه مخه نیسي چې د دوی له سټنډرډونو سره په ټکر دي. خو ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت د معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي وو او ویلي یې و چې اصلآ معیار په نظر کې نه نیول کیږي. دغې ادارې له سوداګروغوښتي، چې هېواد ته د بې کیفیته توکو له واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي؛ که نه له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
































