راپورونو له مخې د امریکا د میزوري ایالت په کېنزاس ښار کې د ډزو په پېښه کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځایي چارواکو ویلي، چې دا ډزې د امریکايي فوټبال اتلولیو (سوپر بول) پایلوبه کې د کېنزاس ښار د ګټونکې لوبډلې د بریا د خوښۍ په جشن کې شوې دي. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي. که څه هم لا روښانه نه ده، چې دا ډزې چا او ولې کړې دي، خو ځایي پولیسو د یادې پېښې په تړاو درې شکمن کسان نیولي دي.
































