د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې په تېره جنوري میاشت کې، په افغانستان کې د بشري مرستو ۷۵ پروژې ځنډول شوې دي. دې ادارې نن ورځ په یوه خپاره کړي راپورکې ویلي چې په دې میاشت کې د بشري مرستو رسولو اړوندو ۱۳۷ پېښو راپور ورکړل شوی چې دا د تېرې ډیسمبر میاشتې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي. اوچا وایي په جنوري میاشت کې د ځنډول شویو بشري چارو د ۷۵ پروژو ۶۰ سلنه یې په روانه فبرورۍ میاشت کې ځنډول شوې پاتې دي. اوچا د روانې اوونۍ په پیل کې په یوه بل راپور کې ویلي و چې په روانه فبرورۍ میاشت کې د بشري مرستو ۳۷ پروګرامونه د یو لړ خنډونو له کبله د لنډې مودې لپاره ځنډېدلي دي.
































