د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې د عامه اړیکو یوه مسوول ضیاالدین صافي ویلي، چې ‘ډبلیو ایف پي’ پروسږ کال شاخوا ۱۹ میلیونه اړو کسانو ته چې په سلو کې اتیا یې ښځې او ماشومان وو، مرستې ورسولې. خو هغه د مرستو د دوام لپاره په سږني کال کې د بودجې غوښتنه وکړه. د صافي په وینا، اوسمهال نږدې ۱۶ میلیونه افغان وګړي ډاډه نه دي چې د بل څاښت ډوډۍ به له کومه کوي او د هر ولایت خلک د غذايي ناامنۍ له لوړې کچې سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د افغانستان له ۲۹ میلیونه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
































