ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې سبا شنبې سره مخامخ شي. د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلان له مخې دا لوبه د سریلانکا د دمبولا ښار په نړیوال لوبغالي کې پلان شوې ده. د دې لړۍ دوهمه لوبه به د دوشنبې او درېیمه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي. له دې مخکې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په درې واړه سیالیو کې ماتې وخوړه، په داسې حال کې چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.
































