هلمند کې د میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت د مسافرو لپاره یو شمېر موټر را وارد کړي، چې ګڼې اسانتیاوې لري. دوی وايي، لس بسونه یې له آلمان هېواد څخه را وارد کړي، چې هر بس ۳۶ څوکۍ خوب ځای، تشناب، د خوړولو ځای، د مبایل چارجر، په ژمي او وړي کې ایسي او ګڼې نورې اسانتیاوې لري. د میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت ولایتي مسوول وايي، د یادو موټرو کرایه هم د ټاکل شوې لایحي مطابق اخیستل کېږي. بل لورته د یاد ولایت د ترانسپورټ رییس وایي، دا ډول موټر به په تګ راتګ کې د هلمند د خلکو زیاتې ستونزې حل کړي. نوموړی د لوړې کرایې نه اخیستو په برخه کې خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، ټولې موټرې د لایحې مطابق کرایه اخلي.
































