د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي په افغانستان کې دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري ډېره شي. دغه شورا په ننګرهار کې د وروستي ترهګریز برید په اړه غبرګون ښودلی دی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي ددې اړتیا ده چې ددغه ډول بریدونو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړي، همکاران، روزونکي، تجهیزوونکي، مشران او لارښوونکي عدالت ته راکاږل شي او د نړیوالو قوانینو په رڼا کې محاکمه شي. امنیت شورا پر نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپله همکاري ډېره کړي. دغه شورا همدا راز وایي چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي. د سرچینې په خبره په افغانستان کې د ترهګرو اوسني فعالیتونه نه یوازې دغه هېواد بلکې ټولې نړۍ ته خطر دي چې باید نړیوال دې مسئلې ته متوجه وي.
































