د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وايي، سبا په ټاکنو کې د تنظیم شویو درغلیو او د رایو د غلا کېدو په غبرګون سوله ییز لاریونونه پیلوي. دغه ګوند چې د پاکستان د فبروري اتمې د ټاکنو د دوه پر درېیمې برخې د بریا ادعا لري په خپله ایکس پاڼه د لاریونو په اړه خبرداری ورکړی. د ټاکنو د کمېسیون د پایلو په اساس تحریک انصاف شاوخوا سل څوکۍ ګټلي، خو د دوی په شمول هېڅ یوه ګوند په یواځې د حکومت د جوړولو لپاره کافي څوکۍ نه دي خپلې کړي.
































