برېتانیا وایي سرتېري یې په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو کې ښکېل نه دي. د برېتانیا ددفاع وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي دوی ته راپورونه رسېدلي چې ګواکي د سرتېرو په اړه یې شکایت موجود دی خو تر ډېره یې په اړه اسناد کره نه دي. د بن ویلاس په خبره سره له دې هم شاهي پولیس او د برېتانیا عدلي او قضايي ادارې په دې اړه پلټنه کوي او که داسې کوم مورد وي نو حکومت یې په اړه ځواب وایي. دده په خبره دوی په افغانستان کې یوازې د ترهګرو د په نښه کولو تګلاره درلوده او له دې پرته یې سرتېرو ته بل امر نه دی شوی. رسنۍ بیا وایي د برېتانوي سرتېرو ترمنځ بدل رابدل شوي ایمیلونه داسې ښيي چې د ملکیانو وژل او د ځینو کسانو قصدي په نښه کولو د جنګي پلان یوه برخه وه. خو د برېتانیا ددفاع وزیر وايي دوی هېڅ وخت داسې کوم پلان او ستراتيژي نه لرله چې د عامو وګړو لپاره خطر جوړ کړي.
































