د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن ډوجاریک په یوه خبري ناسته کې ویلي چې، د دغه سازمان سرمنشي، انتونيو ګوترش به د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د افغانستان په اړه د دوحې په ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته سفر وکړي. سټیفن ډوجاریک دغه راز ویلي چې د دوحې په ناسته کې به د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکو ارزونو په رڼا کې له افغانستان سره د نړۍوال تعامل زیاتوالي په اړه خبرې اترې وشي. د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې د دوحې په ناسته کې د ګډون شرایط یې له ملګرو ملتونو سره شریک کړي دي.
































