د اوبو او برېښنا وزارت په یوه خبرپاڼه کې سبا او بله ورځ د هېواد په هریرود، کابل، هلمند، شمال او پنج امو سیندیزو حوزو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې د اورښت خبرداری ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دغه موده کې د واورې د ویلې کېدو او د اوبو د کچې د زیاتوالي له امله د کوشک و کاشان، هرات، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او تخار ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو احتمال هم شته.
































