د هلمند د ناومېش ولسوالۍ په انجیرباش سیمه کې د ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه. د هلمند ولایتي مسوولین وايي، دغه ودانۍ د ولسي خلکو په شخصي لګښت جوړه شوې ده. دغه ښوونځی د ۲۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري، چې د ۸ میاشتو په موده کې تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
































