د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د کبانو د فارمونو په جوړولو او پانګونې ته د خلکو د لېوالتیا له له امله د دغه ولایت څخه شمالي ولایتونو د کبانو صادرات زیات شوي دي. د دې ریاست د مسوولینو په وینا په دې ولایت کې د کبانو ۴۵۰ فارمونه شته او د کبانو د چټکې ودې لپاره مناسبه هوا د دې لامل شوې، چې پانګوال زیات فارمونه جوړ کړي. پخوا په کندوز کې د کبانو فارمونه لږ وو، خو اوس په دې ولایت کې د کبانو فارمونه د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوي، چې دې اړتیا وړ کبان په یادو فارمونو کې تولیدیږي.
































