په بیروت کې د چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۱۳۵ او د ټپیانو تر ۵ زره کسانو رسېدلی دی. د راپورونو له مخې په بیروت کې د وړمې ورځې چاودنې د مړو او ټپیانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. راپورونه وایي چې تر دې دمه ۱۳۵ کسه ددغه چاودنې له امله مړه شوي او ۵ زره نور ټپیان دي. همدا راز نږدې ۳ سوه زره لبنانیان ددغه چاودنې له امله بېکوره شوي او کورونه یې په چاودنه کې له منځه تللي. تر دې دمه ددغه چاودنې مالي زیان پنځه میلیارده ډالر اټکل شوی دی، خو ښايي تر دې په ځلونو ډېر وي. بلخوا رسنۍ وایي چې لا هم لسګونه کسان لادرکه دي او په ښار کې د ویجاړو شوو ودانیو پلټنه روانه ده.
































