د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دې وزارت د احصايې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې د شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټنه د سټروسو مېوې راټولې شوې دي. یاد وزارت زیاتوي، دغه میوې له په ۲۱۲۳ هکتاره ځمکه کرل شوو بڼو څخه راټولې شوې دي. د سټروس مېوې چې کینو، مالټې، نارنج او لېمو په کې شاملې دي، تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر په پرتله د هېواد ختیځ زون کې د سټروسو میوو بڼونو ته د خلکو پاملرنه زیاته شوې او دامهال په زرګونو جریبه ځمکه باندې د سټروسو مېوو باغونه کرل شوي، چې تر ډېره یي د هېوادوالو اړتیا پوره کړې ده.
































