د ننګرهار اوسېدونکي، په دې ولایت کې د مملې تاریخي بڼ د بیارغونې غوښتنه کوي. دغه بڼ چې د شاجهان پاچا په وخت کې جوړ شوی هره ورځ د هېواد د بېلابېلو سیمو سیلانیان د تفریح لپاره ورځي. سیلانیان خوښ دي، چې په ډاډه زړه له دغه بڼ څخه لیدنه کوي، خو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دغه بڼ تخریب شوي ځایونه دې ورغوي او د سیلانیانو لپاره دې اسانتیاوې برابرې کړي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین بیا وايي، دغه ستونزه یې له مرکزي چارواکو سره شریکه کړې او هیله مندي شته چې په نږدې راتلونکې کې د دغه بڼ د بیارغونې چارې پيل شي.
































