په پکتیکا کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ کې ۱۹۲ کورونه او ۱۰۵ تشنابونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د پکتیکا د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د سرې میاشتې د ټولنې له لوري د ۴۷ میلیونه ۴ زره افغانیو په لګښت د وړم کال زلزله ځپلو ته ۱۹۲ کورونه او ۱۰۵ تشنابونه جوړ او د مالکینو په واک کې ورکړل شول، چې په یو کور۲ سوه ۲۶ زره افغانۍ او په هر تشناب ۳۴ زره ۴۰۰ افغانۍ لګښت راغلی دی.
































