د سرپرست حکومت، بهرنیو چارو وزارت د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په راتلونکې غونډه کې دوی د یوازیني مسوول لوري په توګه ګډون وکړي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو اترو زمینه برابره کړي،ګډون به یې ګټور وي. خو د اعلامیې له مخې، په دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالي له امله د سرپرست حکومت په دې غونډهکې د دوی بې ګټې ګډون اغېزمن نه دی بللی. دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربهتوب په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه پیل شي.
































