افغان حکومت وایي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر باید مشروط وي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي بهرني ځواکونه باید هغه مهال له افغانستان ووځي چې دلته بهرنۍ ترهګرې ډلې او بهرني جنګیالي ختم شي. حنیف اتمر له هوبر مطالعاتي مرکز سره د خبرو پر مهال ویلي افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي خو بهرني ځواکونه د یوه میکانیزم له مخې باید له افغان خاورې ووځي. هغه ټینګار کوي تر هغه چې بهرني جنګیالي په افغانستان کې جګړه کوي د ناټو او امریکايي ځواکونو مسوولیت دی چې پر وړاندې یې ودرېږي او نړیوال ترهګر ختم کړي. اتمر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه هم ویلي، که کوم تړون رامنځ ته کېږي باید نړیوال یې ضمانت وکړي او له عملي کېدو یې ډاډ ورکړل شي.
































