د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي چې یو فرانسوي سوداګر د پنجشېر د کانونو د استخراج لپاره لېوالتیا ښودلې ده. د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملکزاده د دغه سوداګر نوم رافایل یاد کړی او زیاته کړې ده چې دغه موضوع یې د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې شریکه کړې ده. ټاکل شوې ده چې دغه سوداګر د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د زمردو په داوطلبۍ کې هم ګډون وکړي.
































