ښايي ټرمپ راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وبایلي. په امریکا کې مشهور تاریخپوه او له څلورو لسیزو راهیسې د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي نوماند په اړه وړاندویونکی پروفیسور وایي ټرمپ به په دې ټاکنو کې ماته وخوري. مشهور پروفیسور الن لیکمېن چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې د ټرمپ د بریا وړاندوینه کړې وه اوس وایي ټرمپ به ټاکنې وبایلي. هغه مهال ټولو نظرپوښتنو دا ښودله چې ټرمپ به د ټاکنو بایلونکی وي، خو یوازینی کس پروفیسور آلن و چې د ټرمپ د بریا او د هغه د استیضاح کېدو وړاندوینه یې کړې وه. ټرمپ بیا وروسته هغه ته ستاینلیک هم ورکړی و. اوس پروفیسور الن وايي د ټاکلو معیارونو له مخې به ټرمپ و نه شي کړی چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وګټي. دده په خبره ددې احتمال شته دی چې جوبایډن د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شي او ټرمپ به سپینه ماڼۍ له لاسه ورکړي. له دې سره جوخت په امریکا کې داسې ګنګوسې دي چې ښایي ټرمپ ولسمشریزې ټاکنې د کرونا ویروس د پراختیا له امله وځنډوي.
































