د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د کابل او یو شمېر خصوصي پوهنتونونو له استادانو او مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې د پوهنتونونو فعالیت د ټولنې اړتیا ده او حکومت په لویه کچه د خصوصي لوړو زدهکړو له ټولو بنسټونو څخه ملاتړ او په چارو کې ورته اسانتیاوې رامنځته کوي. په دې کتنه کې سیاسي مرستیال ویلي، د پرلپسې ناخوالو او د بهرنیو مداخلو د افغان ټولنې ډېرې برخې زیانمنې کړې او سرپرست حکومت ژمن دی چې د ټولو سکتورونو ستونزو حل ته پوره پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړې، د وخت په تېرېدو سره به د لوړو زده کړو برخه هم پر نویو معیارونو سمبال شي. بلخوا په دې کتنه کې د خصوصي پوهنتونونو استادانو او مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د ملاتړ په صورت کې کولی شي په کم لګښت سره د ټولنې له اړتیا سره سم به ډېرو ځوانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي.
































