د بیروت ښاروال په تازه مرکه کې ویلي چې د چاودنې له امله د اوښتو زیانونو کچه ان پنځلس میلیارده ډالرو ته رسېږي. د بیروت ښاروال تر دې وړاندې ویلي وو چې خلکو ته ښایي د درېیو یا پنځو میلیاردو دالرو ترمنځ مالي زیانونه اوښتي وي، خو اوس وایي، د مالي زیانونو کچه پنځلس میلیارده ډالرو ته رسېږي چې ښایي تر دې هم لوړه شي. بیروت کې همدا راز چاونې تر درې سوه زره پورې لبنانیان بېکوره کړي دي. د مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۵ ته او د ټپیانو شمېر بیا ۵ زره کسانو ته رسېدلی دی. بیروت تر دې پېښه مخکې هم ویلي وو چې د اقتصادي سم سمکي لپاره ۹۰ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري چې په دې سره دغه اړتیا څو برابره لوړه شوې ده.
































