په د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د پلازمېني کابل په استالف، کلکان، ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۴ شبکو د جوړولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت ویلي چې دغه شبکې د یونیسف دفتر په مالي مرسته په استالف، کلکان، ده سبز او فرزه ولسوالیو په روغتیايي کلینیکونو کې د ۶ میلیونه ۶۵۱ زره ۴۲۲ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو شبکو کې د ۱۳۰، ۷۰، ۶۵ او ۱۱۰ مترو په ژوروالي د څلورو څاګانو کیندل او د پاکو اوبو د دوو اوسپني کانکریټي زېرمو جوړول شامل دي چې پر مټ یې د نوموړو ولسوالیو ۸۳۰ کورنیو او روغتیايي کلینیکونو مراجعینو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
































