د لغمان ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ٥ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې سرپرست حکومت په هېواد کې د ټولګټو او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي. دغه راز د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ویلي، چې په علینګار، علیشنګ، قرغیو، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو کې د ١٥ میلیونو افغانیو په لګښت ٥ چک ډېمونه جوړېږي چې هر چکډېم به د ٢٠ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا ولري.
































