تېره شپه د نورستان ولایت د نور ګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښويېدنې له امله شل کورونه تر خاورو لاندې شوې دي. د نوروستان ولایتي چارواکي وایي چې پنځه مړي له خاورو راويستل شوي او د نورو لټون روان دی. د چارواکو په خبره ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي. دغه پېښه د زياتو اورښتونو له امله رامنځته شوې ده. د یو بل خبر له مخې د زیاتو اورښتونو او واورو ښوېيدنو له امله د کونړ ـ نورستان لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. چارواکي وایي چې اورښت دوام لري خو هڅې پيل شوې چې دغه لاره ډېر ژر د ترافیکو پرمخ بېرته پرانيستل شي.
































