د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي د غور – کابل لاره چې د واورې د اورښت له امله تړل شوې وه بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه. د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس وايي، چې پرون په بکک او کرکان کوتل کې د واورې د اورښت له کبله د غور – کابل لویه د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه. نوموړي ویلي، چې ټاکل شویو ټیمونو دغه راز په دغه لاره کې ایسار مسافر هم ژغورلي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې د واورې او باران اورښت دوام لري .
































