د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملکي وګړو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین وربرابر شوی دی. په پېښه کې اووه کسه وژل شوي او یو بل ټپي دی. د نیمروز ولایت مطبوعاتي مسوول بهرام خېل وایي دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. هوایي بریدونه او د سړک غاړې ماینونه هغه پدیدېدې دي چې تر ټولو ډېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
































