د فیروزکوه ښاروالۍ ریاست مسوولینو په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولېدو خبر ورکړی دی. د غور د فیروز کوه ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي چې یاد ریاست د روان کال د وري میاشتې له پیل څخه د سلواغې میاشتې تر وروستیو پورې د دوو ثابتو او غیرثابتو سرچینو څخه ۳۴ میلیونه ۶۸۲ زره ۱۴۲ افغانۍ عواید راټول کړي دي. د غور د فیروزکوه ښاروال امین الله شریفي ویليچې دغه عواید د یادې ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال د پلان له مخې د کورونو او ساختمانونو د صفايي جایدادونو د کرایې، د اشتهاري لوحو او صنفي جوازونو له درکه راټول شوي دي.
































