د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې افغانستان د روان کال په نهو میاشتو کې د ۱ میلیارد ۳۵۵ میلیونه ډالرو صادرات او ۶ میلیارد او ۲۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات درلودل. دې ادارې ویلي، چې په صادراتو کې وچې میوې، طبې بوټي، معدني مواد او تازه مېوې شاملې دي، چې ډېری یې پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي. له بلې خوا په یاده موده کې نفتي توکي، روغنیات، ماشین الات، ټرانسپورټي وسایط دي چې ډېره برخه يې له ایران پاکستان او چین څخه هېواد ته را وارد شوي دي. دغه ارقام پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي د ۱۴۰۱ کال نهو میاشتو په پرتله د هېواد واردات تر یو میلیارد ډالرو زیاتوالی ښيي، چې د هېوادوالو له لوري د پير توان د لوړوالی کچه په ګوته کوي.
































