پاکستان وایي افغان لوري یې پر سرتېرو برید کړی دی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. د پاکستان پوځ وایي چې تېره ورځ ناوخته له افغان لوري پر پاکستاني پوستو د درنو او سپکو وسلو بریدونه شوي دي. ددوی په خبره وروسته افغان سرتېرو په مستقیمه توګه پر پاکستاني عسکرو برید کړی دی چې له امله یې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او درې کسه نور ټپیان دي. پاکستاني حکومت د پېښې دقیق ځای نه دی په ګوته کړی خو وایي دغه سرتېرو یې د اغزن سیم څېرمه پوستو کې حضور درلود. پاکستاني حکومت ویلي چې افغان سرتېري دي نور له ورته کړنو ډډه وکړي. پاکستان داسې مهال دغه خبرې کوي چې دوی په غیر قانوني توګه پر ډیورنډ فرضي کرښه تاسیسات جوړ کړي او ان په ځینو برخو کې د ټولو قوانین خلاف له صفري برخې هم را وړاندې شوی دی.
































