د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس تاریه مګنوسن واتردال د چاپيریال ساتنې ملي ادارې له مسلکي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې ژمن دی، ترڅو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې مبارزه وکړي. د یادې کمېټې رییس زیاته کړې؛ ناروې به په اپریل میاشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د اقلیمي بدلون د کنفرانس کوربه وي او له دې سره جوخت به په کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، نړیوالو موسیسو او ادارو سره په ګډه د اقلیمي بدلون غونډه جوړه کړي. ورته مهال دې غونډه کې د چاپریال ساتنې ادارې مرستیال ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون، د کرنې، اوبو، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې سخت زیان لیدلی دی.
































