د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د دوحې ناستې په اړه په یو خبري کنفرانس کې و ویل، که څه هم په دغه غونډه کې د سرپرست حکومت استازي ګډون نه درلود خو د سرپرست حکومت له یو استازي سره یې خبرې کړي دي. ګوترېش ویلي چې د روانې ناستې وروستی راپور به له سرپرست حکومت سره شریک کړي. ګوټرېش ویلي، د ترهګرو پر ځاله د افغانستان نه بدلېدل، د پراخ بنسټه حکومت تشکیل او د بشر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی د دوحې ناستې د ګډونوالو د خبرو موضوعات و چې په اړه یې اجماع موجوده ده.
































