روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۹۳۷ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور کسان مړه شوي او ۹۸ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له یادې وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۲۹۸ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۵ زره او ۸۴۰ ته لوړ شوی دی.
































